
څه راپېښ دي؟
په وطن کې د ناکامو سیاستونو، ځانځانیو، په زور د واک و ځواک نیولو پرلپسې هڅې، یو د بل د نه منلو تکرار، د پردیو لاسوهنې، اوږدمهالې ولږه، بېوزلي اواحتیاج زموږ بې ثباتي اوږده کړې او نظامونه موپرلپسې راپرځېدلي دي
د دې ټولو پېښو پایله دا ده، چې افراطیت، تاوتریخوالی، بې رحمي، ترهګري، کډوالۍ اوجګړې اوږدې شوې، میلیونونه هېوادوال له هېواده ووتل او لوستي او متخصص افغانان خپل هېواد ته له څه کولوبې برخې شول
دغه سیاسي، اقتصادي، ټولنیزه او فرهنګي بې ثباتي دې برید ته راورسېده، چې همدا اوس یوازې ټوپک په لاس تاوتریخجنې ډلې یا ډلګۍ په واک کې دي اویا یې په وړاندې جنګیږي، چې ولس له دواړو ستړی، ناهیلی اوویرجن دی. افغانان په تش لاس ددغو ډلو ايډیولوژیک استبداد ته وږی، نهار، له هرڅه محروم، بې ښوونځي، وزګار او بې برخلیک پاتې دي
له نړۍ منزوي او له هرراز بشري خواخوږۍ او ملګرتیا بې برخې یو
هېواد اساسي قانون، ولسواک نظام، ملي بیرغ، مخ پر ودې اقتصاد، د بشري حقونو پر بنسټ ولاړ حقوقی سیستم او عادل مقتدر ملي دولت نه لري
موږ څوک یو؟
جمهوري غوښتونکي افغانان یوو، ناپوځي او په علمي – عملي سیاست باورمن، د پاکې سابقې خاوند روښانفکران، چې له مستقلو شخصیتونو، مدني او سیاسي بنسټونواو خوځښتونو، فرهنګي او علمي څېرو څخه راجوړ یوداسې ملي ولسواک سیاسي – فرهنګي بهیر موروان کړی، چې دهېواد ټولویادو ستونزوته علمي – عملي حل لار ولټوي او له دغه وضعیت څخه د افغانانو او افغانستان د ایستلو لپاره یو افغاني ځواک رامنځ ته کړي، چې ټول افغانان پرې باور وکړالی شي
دافغانستان لپاره د ملي اساسي قانون پربنسټ یوجمهوري او ولسواک نظام، چې ټول افغانان دقانون پربنسټ په کې د خپلې سیاسي ارادې تمثیل کړی شي. د واک وځواک معیار د خلکورایه وي، ملي بیرغ او نورو ټولو منل شویوارزښتونو ته درناوی وشي او هېواد له هر رازسیمه ییزو او نړیوالولاسوهنو اومداخلو څخه وژغورل شي
دا ملي بهیر به – پرته له دې، چې دافغانستان زمکنۍ بشپړتیا، ملي یووالي، ملي حاکمیت اوملي ګټوته زیان پېښ شي – دنړۍ د سوله خوښو ملتونو ملګرتیا او اقتصاد محوره اړیکو ته لار هواره کړي او له افغانستان سره دوستو هېوادونو او نړیوالو سازمانونو ته د دوستانه تعامل لپاره یو سیاسي - حقوقي ادرس رامنځ ته کړي
د ملت د خاموش اکثریت د ریښتینې استازولۍ لپاره داسې ملي محور رامنځ ته کړي، چې په هېواد کې دننه او بهرمیشتي روښانفکره، جمهوري غوښتونکي، موډېرن او ویښ افغانان ورسره خپل غږ، اراده او عمل شریک کړی شي
څه غواړو؟
ترهرڅه وړاندې د یوه منظم ملي جمهوري غوښتونکي جریان په محور تر شوني بریده د ځوانو، مجربو او روښانفکره افغانانوراټولول او په یوه لوی سیاسي ځواک یې بدلول
پر ټولو ښکېلو سیاسي لوریو فشار راوړل، چې په یوه بې طرفه او ډاډ وړ ځای کې سره کیني او دافغانستان لپاره بامعنی او نتیجه لرونکې خبرې اترې پیل کړي
:څه په پایله کې یې باید
په افغانستان کې د اساسي قانون له احکامو سره سم د یوه جمهوري ولسواک دولت ټاکلوته لارهواره شي، ملي بیرغ اوټول ملي ارزښتونه بېرته احیا شي
جمهوري غوښتونکي به له ټولواړخونو سره منظم او بامعنی اړیکي جوړوي، خبرې به کوي اودعلمي – اکاډمیکو غونډو، ناستو، مباحثو، دیسکورسونواو خبرو اترو له لارې به علمي طرحې رامنځ ته کوي
څنګه یې غواړو؟ او څنګه یې عملي کوو؟

زموږ موخې
د افغانستان د جمهوريغوښتونکي خوځښت موخې
د جمهوريغوښتونکیو خوځښت د جمهوري ارزښتونو په رڼا کې یو فکري خوځښت دی چې په ولسواکۍ او جمهوریت باور لري او د نفي د سیاست او د ځواک انحصار نه غواړي
اوږدمهاله موخه
دا خوځښت د افغانستان له ځوان نسل سره کار کوي، چې د یوه قوي سیاسي خوځښت په توګه د افغانستان په اوسنيو او راتلونکو ټولو ټولنیزو، سیاسي، علمي، دیني، مذهبي او فرهنګي ازادیو کې فعاله ونډه واخلي. له تیر تاریخ نه په زده کړې سره، د جمهوري غوښتونکیو خوځښت په دې باور دی چې په افغانستان کې د ملي او با اعتباره سیاسي حرکتونو په نشتون کې د جنګي ډلو رول زیات او د ملي فکره خوځښتونو رول کم شو. که ملي خوځښتونه نه وي، خامخا به یې ځاي جنګي ډلې او زورواکي نیسي. دا خوځښت په دې عقیده دی، چې بې تفاوته او یا خاموشه اکثریت د یو هیواد په برخلیک کې مثبت رول نه شي لوبولې، نو ځکه باید افغانان د هیواد په ټولو برخو کې فعاله او د خپل برخلیک په هکله د قانون په چوکاټ کې پخپله پریکړې وکړي
منځمهاله موخې
دا خوځښت په افغانستان کې د یو قانونمند، ولسواکه او مشروع نظام د ټينګښت لپاره کار کوي. د ټولو افغانانو فردي، ټولنیز، مذهبي او سیاسي حقوق یوازې او یوازې د یو قانونمند، ولسواکه او مشروع نظام په چوکاټ کې خوندي کیدلې شي
د جمهوريغوښتونکي خوځښت عمومي اهداف
-
د جمهوريغوښتونکیو خوځښت له ټولو سیاسي ډلو او افرادو سره ډیالوګ او یا یو ځای کار کولې شي. په دې خاطر، د جمهوريغوښتونکیو خوځښت په بین الافغاني ماناداره ډیالوګ او خبرو اترو باندې باور لري او جنګ د مسایلو د حل لاره نه ګڼي. طبیعي خبره ده چې ډیالوګ څوک له همفکره کسانو او ډلو سره نه کوي بلکې له هغو خواوو سره یې کوي، چې مخالف نظریات لري. د ډیالوګ په پایله کې منځګړې لاره غوره او د تطبیق میکانیزمونو باندې بحث او توافق کیدلای شي. د ډیالوګ مانا دا نه ده چې څوک دې چاته تسلیم شي او یا دې یو لوری هرومرو د متقابلو لوریو افراطي نظریات ومني.
-
د افغانستان ټولې سیاسي ډلې د طالبانو په شمول باید نفې نشي، ځکه په افغانستان کې د نفې او قدرت د انحصار سیاست د دې لامل شوی، چې رژیمونو او نظامونو سقوط وکړي او جنګونو ته لارپرانیستل شي
-
کله چې د هیواد وګړي په جمهوري ارزښتونو او ولسواکۍ باور ولري، نو د بیلابیلو فکرونو پلوي ټولې ډلې د اساسي قانون په چوکاټ کې د سیاست او حکومتولۍ حق لري. که د طالبانو حاکمې ډلې د ټاکنو په صورت کې، رائیه وګټله، د جمهوري غوښتونکیو خوځښت هم د قانون په چوکاټ کې هغه مني اما د سیاسي اپوزیسون په توګه به د جمهوري ارزښتونو په رڼا کې فعالیت او مبارزه کوي. دا په ټولو سیاسي ډلو پورې اړه لري، چې څنګه د خپل فکر او نظر لپاره په قانونمنده ټولنه کې هڅې او د ولس حمایت تر لاسه کړي. په دې خاطر د جمهوري غوښتونکیو خوځښت د قدرت د انحصار او د نفې سیاست مخالف دی
-
د جمهوريغوښتونکیو خوځښت د ټولو هیوادونو سره د دوه اړخیزه ګټو په چوکاټ کې چې د افغانستان له ملي ګټو سره په ټکر کې نه وي، د خلکو او حکومتونو ترمنځ ښه روابط غواړي. که په افغانستان کې قانونمند، ولسواک او مشروع حکومت وي، افغانستان د ګاونډیانو په شمول هیڅ هیواد ته ګواښ نه دی. که په افغانستان کې قانونمند، ولسواک او مشروع حکومت نه وي، نو افغانستان به ګاونډیو او هم نورو هیوادونو ته ګواښ وي ځکه د افراطیت د پراختیا لپاره زمینه مساعدیږي. افغانان د افراطیت، د ګاونډیو او نورو هیوادونو د مداخلو قرباني و او دی. البته دا د وخت د حکومتونو دنده ده، چې د خپل وخت له شرایطو سره سم، د افغانستان د ګټو په رڼا کې خپل ستراتیژیک دوستان او دښمنان تعریف کړي. په سیاست کې دایمي دوستان او دښمنان نه شته او د دوه ملکونو تر منځ دوستي ترهغې پورې وي چې یو د بل ګټي ونه ګواښي
-
د جمهوريغوښتونکیو خوځښت له ټولو سیاسي ډلو او افرادو سره ډیالوګ او یا یو ځای کار کولې شي. په دې خاطر، د جمهوريغوښتونکیو خوځښت په بین الافغاني ماناداره ډیالوګ او خبرو اترو باندې باور لري او جنګ د مسایلو د حل لاره نه ګڼي. طبیعي خبره ده چې ډیالوګ څوک له همفکره کسانو او ډلو سره نه کوي بلکې له هغو خواوو سره یې کوي، چې مخالف نظریات لري. د ډیالوګ په پایله کې منځګړې لاره غوره او د تطبیق میکانیزمونو باندې بحث او توافق کیدلای شي. د ډیالوګ مانا دا نه ده چې څوک دې چاته تسلیم شي او یا دې یو لوری هرومرو د متقابلو لوریو افراطي نظریات ومني.
لنډمهاله موخې
د دې لپاره چې په افغانستان کې د راتلونکو نیابتي جګړو مخه ونیول شي، د طالبانو په شمول، دا خوځښت له ټولو افغاني ښکېلو خواو سره بین الافغاني مانا داره ډیالوګ غواړي او جنګ د مسایلو د حل لار نه ګڼي. د ریښتینو او مانا داره خبرو اترو په پایله کې دا ممکنه ده چې د افغانستان د راتلونکې لپاره مناسبه منځګړې عملي تګلاره پیدا او د تطبیق لپاره یې په مکانیزمونو بحث وشي
-
افغانانو په جنګونو کې ګټه نه، بلکې همیشه تاوان کړې او کوي یې. په خاصه توګه د تیرو پينځو لسیزو جګړو نه وروسته افغانان باید د دې پوهه او شعور ولري چې د نورو د موخو لپاره د پردو ټوپکونه په خپلو اوږو کېنږدي او خپل افغانان ونه وژني. علمي څیړنو ښوولې چې تاوتریخوالې په تاوتریخوالي له منځه نه ځي او جنګ که په هر نوم وي، تر ګټې یې تاوان زیات دی. په دې خاطر، د جمهوريغوښتونکیو خوځښت د جنګ مخالف دی.
-
د افغانستان ملي حاکمیت، زمکنۍ بشپړتیا او منل شوې ملي ګټې ، ارزښتونه او نښې لکه د افغانستان نوم، افغانیت او ملي بیرغ د جمهوريغوښتونکیو خوځښت لپاره سرې کرښې دي
-
هر ملک یو اساسي قانون لري. د اساسي قانون په چوکاټ کې نظام او حکومت له ملي ارزښتونو سره یو ځای تعریف کیږي. طبیعی خبره ده چې اساسي قانون به ولس د لوی جرګې او یا د ریفرنډم له لارې تائیدوي. په دې خاطر د جمهوريغوښتونکیو خوځښت په افغانستان کې د یو قانونمند، مشروع او ولسواکه نظام پلوې دی
-
د نظام او حکومت په هکله د جمهوريغوښتونکیو خوځښت موقف دا دی چې په نړۍ کې ګڼ سیستمونه شته. هرسیستم یا سیاسي ماډل نیمګړتیاوې او ښګیڼې لري او هیڅ یوسیستم سل په سلو کې له نیمګړتیاوو تش نه دی. هر هیواد له خپلو شرایط سره سم له متمرکز یا غیر متمرکز نظامونو د ماډلونو نه یو خوښ او د بدلونونو په راوستلو سره یې د اساسي قانون په چوکاټ کې د خلکو تر تائید وروسته غوره کړی دی، چې خپلو خلکو ته ټولنیز، اقتصادي، امنیتي او حقوقي خدمات وړاندې کړي. په افغانستان کې له نورو هیوادونو نه کټ مټ کاپي شويو ماډلونو ښې پایلې نه دي لرلې. که له غیر متمرکز څخه داسې سیستم هدف وي، چې خدای مه کړه بې نظمي او د هېواد زمکنۍ بشپړتیا و ملي یووالي ته زیان اړول وي او که له متمرکز څخه موخه د ځواک انحصار او د ګڼپالنې یا پلورالیسم له منځه وړل وي، له دې دواړو افراط و تفریط سره مخالف یوو. که هدف دا وي چې ولس په پریکړو کې برخه ولري بیا ډیر ماډلونه د دواړو سیستومونو نه شته، چې د ولس لپاره خدمات وړاندې کولې شي. دا بحث یوازې په شعارونو نشي حل کیدلای، بلکې دا به د اساسي قانون په چوکاټ کې پرې بحث کیږي او هر څوک کولای شي، چې خپل نظریات څرګند او که ولس تائید کړ، بیا به هغه نظام قانوني حیثیت ولري. د اسلام له نظره هم د نظام ډول او د مشر ټاکل د خلکو مشورو او رائیې ته پریښودل شوې دی.
-
د اساسي قانون په چوکاټ کې هر افغان (ښځه او نر) د تعلیم، کار، ژوند او سیاست حق لري چې په حکومت او غیر دولتي ادارو او سکتورونو کې فعاله رول ولري

د ولسواکۍ ارزښتونو د عامه پوهاوی او ملاتړ په موخه د کنفرانسونو،سیمینارونو، او علمي بحثونودایرول
موږ څه کوو؟
معنی داره اونتیجه لرونکي بین الافغاني خبرو او اترو لپاره هڅې
د اساسي قانون له حكمونو سره سم په افغانستان كې د يوه جمهوري ولسواک دولت ټاكنې ته لارهوارول

خبرونه، وروستي فعالیتونه او اعلامیې
-
اعلامیې
د جمهوري غوښتونکي خوځښت اعلامیې د افغانستان د ورستې سیاسې، اقتصادې، ټولنیز و نورو مسائلو په هکله دلته موندلې او کتلې شی
-
فعالیتونه
د جمهوري غوښتونکي خوځښت او د ددې خوځښت د غړو د فعالیتونو، کارونو، بحثونو او نظریاتو په اړه دلته معلومات تر لاسه کړئ
-
خبرونه
د جمهوري غوښتونکي خوځښت له طرفه د افغانستان د ورستې سیاسې، اقتصادې، ټولنیز و نورو مسائلو په هکله دلته تحلیلونه، مصاحبې او خبرونه کتلې شی

آیا په ولسواکۍ باورمند یاست او په افغانستان کې ولسواکي غواړې؟
پس؛ دجمهوري غوښتونکي خوځښت یو ځای شی او د یو سوکاله او ولسواک افغانستان په جوړولو کې خپل هسې موږ سره شریکې او ګډ کار وکړئ